An official website of the United States Government Here's how you know

Official websites use .gov

A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure .gov websites use HTTPS

A lock ( ) or https:// means you’ve safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

د امریکا دداخلہ چارو د ویاند دفتر 

د فوری اجراء دپارہ 

بیان     NED PRICEد ویاند ۔ 

نېټہ 30 ستمبر 2021ء 

د امریکا د داخلہ چارو وزارت د پاکستانی انسانی قاچاقبر انصاف تہ د راکش کولو دپارہ د انعام اعلان 

نن د امریکا د داخلہ چارو وزارت د پاکستانی وګړی او انسانی قاچاقبر عابد علی خان پہ بارہ کښې پہ معلوماتو ورکولو باندي د انعام اعلان کوی۔ د علی خان د ګرفتارۍ یا سزا پہ حقلہ معلوماتو ورکولو باندې اولنے انعام یو ملین ډالرہ، او د علی خان د انسانی قاچاقبرۍ د شبکې او مالی ګډ وډۍ پہ حقلہ معلوماتو ورکولو باندې دوېم انعام یو ملین ڈالره۔ پہ مبینہ توګہ علی خان د پاکستان نہ د انسانی قاچاقبرۍ شبکہ چلوی چی امریکا تہ د شرق وسطیٰ او جنوبی مغربی اسیا نہ د پېسو پہ بدل کښې د دستاویزاتو نہ بغېر کسانو پہ راتلو کښې سھولت ورکوی۔ پاکستان نہ د مختلفو ھېوادونو پہ ذریعہ د نړیوال تګ د منصوبہ بندۍ او رابطو نہ علاوہ علی خان بھرنیو وګړو تہ سفر کښې د استعمال دپارہ جعلی کاغذونہ ھم ورکړی دی۔ 

د علی خان پہ شان د قاچاقبرۍ تنظیمونہ د خطرې ښکار خلقو د مجبورۍ نہ فائدہ اخلی او قاچاق کیدونکی خلق د سختې خطرې سرہ مخ کوی۔ امریکا تہ راوستونکی خلق اکثر جنوبی او وسطی امریکا کښې د خطرې سرہ مخ کیږی چی ھغې کښې د څو ورځو ګرانو لارو باندې پېدل تګ، کم خوراک یا اوبہ شامل دی۔ ډېر پکښې د شوکمارو اوزیاتی ھم ښکار شی۔ 

پہ 7 اپریل 2021ء د امریکا د انصاف محکمې یو فرد جرم پرانستو چې د ورجینیا پہ شرقی ضلع کښې جمع کړے شوے ؤ پہ ھغې کښې علی خان باندې امریکا تہ پہ غېر قانونی توګہ د بھرنیو هېوادونو وګړو د راتلو د حوصلہ افزائ او مائل کولو او امریکا تہ د داخلولو د سازش فرد جرم ولګولے شو۔ ھم پہ دې نېټہ د خزانې محکمې د انتظامی حکم 13581 پہ عمل پہ علی خان او د ھغه تګ راتګ کښې د کمک ورکولو د جرمونو شبکې اثاثې بندې کړې چې د دغہ جرم ایز عمل پہ ذریعہ جمع کړے شوې وې۔ 

دا انعامونہ د امریکائی ریاست د سفری منظم جرمونو پر ضد ادارې د انعام پروګرام (ټی او سی ار پی) لاندې اعلانولے شی۔ د ټی او سی ار پی لاندې تراوسہ پورې د 75 نه زیات سفری جرمونو کښې ککړ کسان او د نشہ ای موادو قاچاقبران انصاف تہ راکش کړے شوی دی۔ د نشہ ای موادو انعام پروګرام (این ار پی) د 1986ء نہ تر اوسہ پورې د انعام پہ توګہ د 135 ملین ډالرو نہ زیات انعام ورکړے دے۔ 

امریکائی ادارہ د نړیوال منشیاتو او قانون نافذونکې څانګہ د نشہ ای شیانو د مخ نیوی د انتظامیې، د وفاقی تحقیقاتی ادارې، ډی ایچ ایس، ھوم لینډ سیکورټی او امریکائی حکومتی ادارو سرہ پہ شریکہ توګہ ټی او سی ار پی چلوی۔ 

د لاندینی کس، ټی او سی ار پی او این ار پی بارہ کښې نورو معلوماتو دپارہ وګورئ د امریکائی ادارې د نړیوالو جرمونو پہ حقلہ انعامی پروګرام 

U.S. Department of State

The Lessons of 1989: Freedom and Our Future